د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د عامي روغتیا وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د کړنو او چاپېریال ساتنې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۲۴ نېټه، د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ښاغلي الحاج قلندر عباد او نورو مسوولینو په شتون کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د پلټنې عالي ادارې چارې د نورو امارتي ادارو د کارونو د سمښت لپاره ګټورې وبللې او د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
پای کې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې په بهیر کې یې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.