د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي؛ پروان ولایت کې د پلټنې له بهیره نظارت وکړ
د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي، چې پکې ددې ادارې مالي او اداري رییس ښاغلي مولوي اسدالله حیدري او د بنسټیزو پروژو، طبعي زیرمو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رییس ښاغلي وحیدالله پویا ګډون درلود د ۱۴۴۵ هـ ق کال محرم الحرم په ۷ نېټه پروان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له والي ښاغلي مولوي عبیدالله امین زاده او نورو مسوولینو سره یې ولیدل.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پروان له والي او نورو سیمه اییزو مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه: د پلټنې عالي ادارې پلټونکي په ادارو کې د اړینو اصلاحاتو راوړلو لپاره په دندو ګومارل کیږي، څو د نیمګړتیاوو، تېروتنو او غلطیو مخنیوی وکړي. ښاغلي حیدري همداراز وویل: د پلټونکو شتون په ادارو کې مزاحمت نه بلکې له ادارو سره همکاري ده. له همدې امله مونږ دلته راغلي یو څو د پلټنې له بهیره نظارت وکړو او له مسوولینو سره وګورو که کومه ستونزه وي د حل لار ورته پیدا کړو.
ورپسې ښاغلي وحیدالله پویا د عامه شتمنۍ او بیت المال د ساتلو لپاره د پلټنې په ارزښت او د پلټنې په تاریخي مخینې او د پیغمبرانو په دورو کې د حساب ورکونې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په پای کې ښاغلي عبیدالله امین زاده پروان ولایت ته د پلاوي له ورتګه مننه وکړه، او د پلټنې بهیر یې په ادارو کې د سمونونو راوړلو او روڼتیا رامنځته کولو په پار اړین امر وباله.