په میدان وردګو ولایت کې د پلټنې له بهیر د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي لیدنه وکړه
د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په ۷ د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې ددې ادارې د پلټنې د موندنو د څار او راپور ورکونې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین او د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نثاراحمد ثبات ګډون درلود، د میدان وردګو ولایت له مرستیال والي ښاغلي مولوي سیدالرحمان حافظ او د تر پلټنې لاندې ادارو رییسانو سره ولیدل.
لیدنه کې ښاغلي مولوي حزب الله رښتین د پلټنې په تاریخي مخینې، ارزښت، او له اداري فساد سره په مبارزه کې د پلټنې په رول اړین معلومات وړاندې کړل. ورپسې ښاغلي نثاراحمد ثبات د پلټنې عالي ادارې پلټونکي له نورو ادارو سره غوره همکاران وبلل زیاته یې کړه: د پلټنې عالي ادارې پلتونکي، چې د ادارو د پلټلو لپاره ټاکل کیږي اصلي موخه یې د سمونونو راوړل وي، چې د رغونکو سپارښتنو په وړاندې کولو سره دا امر پلی کوي.
په پای کې د میدان وردګو ولایت مرستیال والي دې ولایت ته د نظارت پلاوي له ورتګه خوښي څرګنده کړه او د پلټونکو چارې یې له ارزښت ډکې وبللې، زیاته یې کړه: د پلټنې عالي ادارې پلتونکي مسلکي، په کارپوه او ښه همکاران دي او مونږ په دې ولایت کې ورسره د کاري بهیر په لړ کې د هر اړخیزې همکارۍ لپاره ژمن یو.
د کاري سفر په لړ کې د نظارت پلاوي د پلټونکو له کاري دفتر او تر پلټنې لاندې ادارو کې له کاري بهیره لیدنه وکړه. په میدان وردګو ولایت کې د پلتڼې ټیم په امنیه قومندانۍ، مستوفیت، د کرنې او مالدارۍ ریاست او عدلیې ریاست کې د پلتنې عالي ادارې له پلان سره سم پلټنه ترسره کوي.