د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، فاریاب ولایت ته سفر وکړ
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې پکې د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د عوایدو د پلټنې رییس ښاغلي اعجازالحق، د عامه پروژو د پلټنې رییس ښاغلي سیدمنان سهار او د خدمتونو امر ښاغلي مولوي محمد سلیم صدیقي او پلټونکو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د محرم په ۱۵ نېټه د فاریاب ولایت له والي ښاغلي ملا محمد شعیب او تر پلټنې لاندې ولایتي ادارو مسوولینو سره بیلاـ بېلې ناستې ترسره کړې.
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، ولایتي مسوولینو ته د پلټنې په تاریخي مخینې، ارزښت او د پلټنې بهیر کې د نظارت اړوند معلومات وړاندې کړل، او له هغوی یې د پلټنې په بهیر کې د لا ډیرې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د فاریاب والي د نظارت پلاوي له ورتګه مننه وکړه او ولایتي ادارو ته یې له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ توصیه وکړه.