د پلټنې عالي ادارې شپږو ریاستونو ته نوي سرپرست رییسان معرفي شول

org_admin
Wed, Sep 06 2023 10:46 AM
dsdf

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د درانه مقام د ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر د ۱۷ نېټې او ۸۹۷ شمېرې حکم پر بنسټ د پلټنې عالي ادارې شپږو ریاستونو ته نوي رییسان د سې شنبې ورځ  ۱۴۴۵ هـ ق کال د صفرالمظفر میاشتې په ۱۹ نېټه  د یوې غونډې په لړ کې، چې پکې د دې ادارې عمومي رییس ښاغلي مولوي محمد محسن هاشمي، رییسانو او کارکونکو ګډون درلود معرفي شول.
ښاغلي مولوي محمدمحسن هاشمي بدلون په ادارو کې د چارو د ښه والي او سمون لپاره یو اصل وباله او ورپسې یې د ریاست الوزرا حکم، چې پر بنسټ یې د پلټنې عالي ادارې شپږو ریاستونو ته نوي رییسان پېژندل شوي و ولوست.  پدغه حکم کې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي ریاست لپاره د سرپرست په توګه په لومړي بست ښاغلی مولوي نورحیدر صدر، د حقوقي سلاکار بست ته ښاغلی مولوي الهام الدین ، د بشري سرچینو ریاست لپاره ښاغلی قاري عتیق الله شهادت یار، د مالي او اداري ریاست لپاره ښاغلی مولوي نجم الرحمن فضلي، د پلټنې د موندنو د څار او راپور ورکونې ریاست ته ښاغلی مولوي سعدالدین او د بهرنیو مرستو د پلټنې ریاست ته ښاغلی مولوي عبدالقدیر حقاني د سرپرست رییس په توګه معرفي شول.
د یادولو وړ ده، چې نوي مسوولینو په مختلفو امارتي ادارو کې دندې ترسره کړې دي، ښاغلي صدر د ماسترۍ او نورو تر لیسانس کچې او دیني زده کړې بشپړې کړي دي.  

xsddfsdffdsfscxcvffdddsfgggh

 

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS