د پلټنې عالي ادارې نظارت پلاوي، د کونړونو او خوست ولايتونو له څارنې وروسته غزني ولايت ته سفر وکړ.
د پلټنې عالي ادارې د کورنۍ پلټنې او له کيفيته د ډاډ رياست رييس ښاغلي مولوي عبدالهادي امين په مشرۍ يو لوړ پوړي پلاوي غزني ولايت ته د څارنې په موخه د ١٤٤٥ هـ ق کال د ربيع الاول په ٢٤ نېټه سفر ترسره کړ.
ياد ولايت ته د پلاوي، د سفر موخه تر پلټنې لاندې ولايتي ادارو څارنه او له مسوولينو سره خبرې اترې پکې ترسره شوې.
پلاوي، د يوې غونډې په ترڅ کې، چې پکې د غزني ولايت مرستيال والي ښاغلي الحاج مولوي رحيم الله محمود
او د ياد ولايت مسوولينو ګډون درلود د پلټنې عالي ادارې د مشرتابه پيغام او نيکې هيلې مراتب وړاندې کړل.
ورپسې يې د پلټنې عالي ادارې په دندو، مسووليتونو او صلاحيتونو رڼا واچوله، همدا رنګه پلاوي زياته کړه غزني د اسلامي فرهنګ ټاټوبى او لرغونتوب يې نړۍ ته روښانه دى د پلټنې عالي ادارې مسوولينو د رغنيزو او اداري چارو پلټنې څخه خوښي څرګنده کړه او د ياد ولايت له مسوولينو يې مننه وکړه، چې له پلټونکو سره يې د پلټنې په بهير کې همکاري ترسره کړې.
ورپسې د غزني ولايت مسوولينو ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه د پلټنې عالي ادارې له چارو يې خوښي څرګنده، چې د پلټنې عالي اداره په ياد ولايت کې د سمون هڅې ترسره کوي.
همدارنګه مسوولينو ډاډ ورکړ، چې د پلټنې عالي ادارې له پلټونکو سره به د پلټنې په بهير لا ډېره همکاري وکړي.