د پلټنې عالي ادارې د تدارکاتو نوی امر وپېژندل شو
د پلټنې عالي ادارې د بشري سرچینو ریاست په وړاندیز او د پلټنې عالي ادارې د مقام له منظورۍ وروسته د پلټنې عالي ادارې د تدارکاتو امریت ته ښاغلي مولوي احمد شریفي د دې ادارې د دفتر رییس ښاغلي مفتي قدرت الله همت او نورو مسوولینو له لوري د ۱۴۵۵ هـ ق کال د ربیع الثاني په ۸ نېټه د ادارې کارکونکو ته وپېژندل شو.
ښاغلي مفتي قدرت الله همت د تدارکاتو نوي امر ته د دې ستر مسوولیت مبارکي ورکړه او په سپارل شویو چارو کې یې ورته د بریالیتوب دعا وکړه.
ښاغلي مولوي احمد شریفي د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ له کړي باوره مننه وکړه او د خپلو چارو په ایماندارۍ سره پرمخ وړلو ژمنه یې وکړه.