د پلټنې عالي ادارې رییس د مالیې وزارت مالي مرستیال سره ولیدل
د پلټنې عالي ادارې رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، چې ورسره د کړنو او ځانګړې پلتنې رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د دفتر رییس ښاغلي مفتي قدرت الله همت، د ادارې د مقام ستر مسلکي سلاکار فضل الله نظامي او نورو رییسانو هم شتون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني په ۱۳ نېټه، د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي الحاج عبدالقدیر احمد، ارشد سلاکار ښاغلي محمداقا کوهستاني، د بودیجې د پلان او ریفورم رییس ښاغلي انجینر عبدالله عمر او نورو مسوولینو سره د دې ادارې د رهبرۍ ناستو په تالار کې ولیدل.
ناسته کې دواړو لورو( د پلټنې عالي ادارې او مالیې وزارت مسوولینو) د اسلامي امارت د ۱۴۰۱ مالي کال قطعیه حساب د موندنو په مسودې او د پلټنې د راپور په سپارښتنو بحث او د نظرونو تبادله وکړه، چې وروسته د موضوع اړوند هوکړه وشوه.