پلټنې عالي اداره کې د اداري اصطلاحاتو او د مدیریت تجربه شويو علمي اصولو ښوونیز پروګرام جوړ شو
د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د ښوونیزو پروګرامونو په لړ کې دا ځل ددې ادارې کارکونکو ته د اداري اصطلاحاتو او د مدیریت تجربه شويو علمي اصولو ښوونیز ۸ ورځینی پروګرام د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني په ۲۷ نېټه جوړ شو.
ددې ادارې یو تن ښوونکي ښاغلي سیف الرحمن ابراهیمي ددې پروګرام د جوړېدو موخه د کارکوونکو د ظرفیت لوړوالی او د اداري ستونزو حل وباله.
د پروګرام ګډونوالو د پلټنې عالي ادارې له رهبرۍ مننه وکړه، او د دا ډول پروګرامونو جوړول یې د دندو د ترسراوي لپاره ګټور وبلل.