د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي؛ د ننګرهار ولایت مرستیال ښاروال سره ولیدل
د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي؛ چې مشري یې د دې ادارې د دفتر رییس ښاغلي مفتي قدرت الله همت کوله او ورسره د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د بنسټیزو پروژو، طبعي سرچینو، اقتصاد او کرنې برخې پلټنې امر ښاغلي ضیاالدین احمدي او د پلټنې ټاکل شوې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاول په ۷ نېټه د ننګرهار ولایت مرستیال ښاروال ښاغلي مولوي مومن حمید، تخنیکي او مسلکي چارو رییس ښاغلي هدایت الله صداقت او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې د دفتر رییس د پلټنې عالي ادارې په موخو، کارونو او صلاحیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او د پلتڼې عالي ادارې د شتون موخه یې له نورو امارتي ادارو سره مرسته او د ستونزو او نیمګړتیاوو له منځه وړل وبلل.
ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب بیا د ننګرهار ښاروالۍ له مسوولینو وغوښتل، چې د نظام د پایښت لپاره خپل ایماني او اسلامي مسوولیت ادا او په ښو کارونو کې له یو بل سره مرسته وکړي.
د ناستې په پای کې د ننګرهار ښاروالۍ مسوولینو د پلټنې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې عالي ادارې چارې یې د نورو امارتي ادارو د ستونزو د له منځه وړلو په پار اړینې وبللې، او له پلټونکو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.