د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلاوي؛ د ماليه ورکوونکو خدمتونو رياست کې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې ددې ادارې د کړنو او ځانګړې پلټنې عمومي رييس ښاغلي مولوي نورحيدر صدر، د عوايدو د پلټنې برخې رييس ښاغلي اعجاز الحق عزيزی او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الاول په ۱۹ نېټه د ماليه ورکوونکو خدمتونو رياست له رييس ښاغلي عبدالقيوم نصير او د ياد رياست له نورو مسوولينو سره د پلټنې پايغونډه جوړه کړه.
په پيل کې ټاکل شوي پلاوي، د ماليه ورکوونکو خدمتونو رياست له مسوولينو د پلټنې په برخه کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او زياته يې کړه: پرته له شک، چېرته چې کار وي هلته ستونزې هم وي نو په همدې اساس د پلټڼې عالي اداره خپله دنده ګڼې د ټاکل شويو قوانيونو او د پلټنې د نړيوالو معيارنو په رڼا کې ستونزې او نيمګړتياوې په ګوته او د سمولو او اصلاح په موخه يې د عامه سکتور چارواکو سره شريکوي ترڅو د اصلاحي سپارښتنو په رڼا کې ستونزې را کمې او يا پای ته ورسيږي.
او همدارنګه ټاکل شوي پلاوي د پلټنې راپور د مسودې يوه کاپي د هغوی د نظر اخيستو په موخه شريک کړ
په پای د ماليې ورکوونکو خدماتو رياست رييس ښاغلي عبدالقيوم نصير په ياد رياست کې د پلټنې عالي ادارې د پلټونکو له زيار او هڅې مننه وکړه او د ټاکل شوي پلاوي د موندنو او وړانديزونو تطبيق ډاډ يې څرګند کړ.