د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په دوهمه ناحیه کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۳ نېټه، د کابل ښاروالۍ دوهمې ناحیې مرستیال ښاغلي مولوي عبدالرحیم محمدي او نورو مسوولینو سره ولیدل.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ د دوهمې ناحیې له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې د موندنو د راپور مسودې په یې بحث او خبرې اترې وکړې.