د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ زابل ولایت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې ښاغلي مفتي عزیزالرحمن حقاني کوله او ورسره د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۹ نېټه په زابل ولایت کې د ترسره شویو بهرنیو مرستو د ځانګړې پلټنې په پار د دې ولایت له مرستیال والي ښاغلي مولوي محب الله حماس او نورو مسوولینو سره ولیدل.
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د یاد ولایت مسوولینو ته د بیت المال ساتلو په برخه کې د پلټنې په ارزښت، د پلټونکو په مسوولیتونو او د پلټل کېدونکې ادارې په مکلفیتونو خبرې وکړې، او له هغوی یې د پلټنې په بهیر کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ښاغلي مولوي محب الله حماس یاد ولایت ته د پلاوي له ورتګه خوښي څرګنده کړه او د پلټنې عالي ادارې پلټونکي یې له ټولو امارتي ادارو سره ښه همکاران وبلل او د پلټنې په بهیر کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.