د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د ښاروالیو د پلټنې امر ښاغلي محمدحلیم شکران، د پلټنې ډلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک په ۸ نېټه، د سرسبزي ریاست له مالي او اداري مرستیال مولوي محمد داوود مهاجر او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې پلاوي، د پلټنې عالي ادارې د موخو، صلاحیتونو، مسوولیتونو، د پلټل کېدونکې ادارې په مکلفیتونو او د قوانینو او مقرراتو پلټنې د اجرا په څرنګوالي هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې په بهیر کې د یاد ریاست له مسوولینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په پای کې د کابل ښاروالۍ د سرسبزۍ ریاست مسوولینو د پلټنې پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د پلټنې په بهیر کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنتیا څرګنده کړه.