د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ عدليې وزارت کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د ځانګړې پلټنې او عملکرد پلټنې رييس ښاغلي مولوي نور حيدر صدر، د راپور ورکونې او د پلټنې د موندنو د څار رياست رييس ښاغلي مولوي سعدالدين بن سعدی، د قانون حاکميت او حکومتولۍ د پلټنې د برخې رييس ښاغلي نثار احمد ثبات او د پلټونکې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۳ نېټه د عدليې وزارت سرپرست وزير ښاغلي شيخ مولوي عبدالحکيم شرعي او دياد وزارت له نورو مسوولينو سره د پلټنې پرانسيت غونډه جوړه کړه.
د غونډې په پيل کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د پلټنې په مخينې، څرنګوالي، د پلټنې عالي ادارې په صلاحيتونو، مسووليتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفيتونو معلومات وړاندې کړل او د ياد وزارت مسوولينو ته يې ډاډ ورکړ، چې پلټنه په ادارو کې د رونټيا رامنځ ته کولو په موخه غوره کړنه ده، او له هغوی يې د پلټنې په برخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ورپسې د عدليې وزارت سرپرست وزير ښاغلي شيخ مولوي عبدالحکيم شرعي پلاوي، ته ښه راغلاست ووايه او دپلټنې له مشرتابه يې مننه وکړه چې په امارتي ادارو کې د سمښت په پار هڅې کوي، نوموړي له پلټونکو سره د پلټنې په بهیر کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.