دپلټنې عالي ادارې دمسلکي مرستیال په توګه د فضل هادی فضل ګمارنه اومعرفی

sao-af
Sat, Jun 01 2019 11:51 AM
sao

کومه غوڼده چې د۱۳۹۸کال دغبرګولي په ۹دپنجشنبې په ورځ دپلټنې عالي ادارې  دخبري او مطبوعاتي کنفرانسونو په تالار کې دپلټنې عالي ادارې دمسلکي مرستیال  فضل هادی فضل  دمعرفی په موخه  په لاره اچول شوې وه ، دادارې مشرتابه ،پلټونکو او نورو منسوبینو پکښې ګډون درلود.

په پیل کې محمد داراب شیرزاد  دپلټنې عالي ادارې دبشري سرچینورئیس، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب جمهوررئیس‌ حکم دښاغلي  فضل هادی فضل دپلټنې عالي ادارې دمسلکي مرستیال دګمارنې په توګه  دښاغلي   سید محمدمهدی حسینی پر ځای  دمافوق رتبې په بست کې قرائت کړ

ښاغلی محمد نعیم حقمل دپلټنې عالي  عمومی رئیس  چې ددې غونډې لومړی ویناوال وه وویل :مخکې له ټولو  ښاغلي فضل هادي فضل ته دپلټنې عالي ادارې دمسلکي مرستیال په توګه  دګمارنې مبارکي وایم اوپه ورسپارل شویو چاروکې ورته دبریا هیله لرم.

دپلټنې عالي ادارې رئیس وویل: ښاغلی فضل یو ژمن ، متخصص ، رښتینی ،دنیکو اخلاقو خاوند شخص اود افغانستان دځوانو کدرونو له جملې څخه ده چې دادارې او تجارت په څانګه کې دماستري در کچې لوړې زده کړې لري او دپلټنې په برخه کې هم دیپلوم لري   . هغه په افغانستان کې دداخلي پلټنې انستیتیوت(IIA Afghanistan)  بنسټ ایښودونکی ده او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې دپلټنې په برخه کې ډیره تجربه لري.

ښاغلي حقمل زیاته کړه: زه ډاډمن یم چې دښاغلي فضل په راتلو سره د ادارې په کړنو اورپوټونو کې به لازم سمون را مینځ ته شي .او زه په ټولو همکارانو غږ کوم چې په کاري چارو کې اوږه په اوږه دښاغلي فضل تر څنګ ودریږي ،تر څو وکولی شو د ادارې موقف خوندي کړو  . دتشکیلاتي جوړښت له پلوه لازم اصلاحات ، دمسلکي کدرونو جذب ، د وړتیا لوړوالی اود اداري فساد پروړاندې مبارزه زموږ دکارونو په لومړیتوب کې قرارلري  محترم حقمل څرګنده کړه زه په بشپړ باور تاسو ته ډاډ درکوم چې  ، کوم اصلاحی پلان چې موږ په لاره اچولی ، کولی شي دغه اداره  په یو مسلکي او په ځان بسیا بنسټ باندې بدل کړي ،اود افغانستان شریفو خلکو ته به ښه خدمتونه وړاندې کړي.  غواړم داصلاحي پلان کوم مواد چې له مار سره دي په خلاصه توګه له تاسو سره شریک کړم.

1- دامتیازي معاشونو مقررې په طی مراحلو باندې جدي کار روان ده ،چې ځینې همکاران  پدې پروسه کې دخیل دي او په جریان کې قرارلري. ددغې مقررې دمنظورۍ په صورت کې ، اداره کولی شي مسلکي او مجرب پلټونکي د طرزالعمل سره سم  چې ورسته به ترتیب شي ارتقا ورکړي او یا یې هم  په تشکیل کې جذب کړي.

2- دادارې ځینې مسلکي بستونو ته مو بدلون ورکړی تر څو اداره وکولی شي مسلکي  اود پلټنې دتصدیق پاڼې لرونکي خلک   په بیړه سره په تشو بستونو کې په تشکیل کې شامل کړي.

3- څرنګه چې خبر یاست دانګلسي ژبې آزموینه تر سره شوه ،او د ادارې ۶۰ تنو کارکونکو معیاري نمرې تر لاسه کړې اود پلټنې او محاسبې (FIA) مسلکي برنامې شمولیت ته آمده شول اوټاکل شوې ده چې دغه برنامه دروژې مبارکې میاشتې له ختم څخه ورسته عملي شي  .

4- هغو کسانو چې لږ نمرې تر لاسه کړي دیو منظم پلان سره سم  به دانګلسي ژبې دزده کړې په کورسونو کې ، په شپږ میاشتنۍ ، نهه میاشتنۍ او یوکلنې زده کړئیزو برنامو کې تنظیم اوددغې دورې له ختم څخه ورسته به بیا ځلې د(FIA) برنامې ته معرفی شي  .  همدارنګه دپلټنې عالي ادارې  دزده کړې مرکز د رامینځ ته کیدلو طرحه  SAO Training Center) آمده شوې او په نژدې راتلونکې کې به په فعالیت پیل وکړي  ؛ اوپه یو وخت کې څه دباندې پنځو تنو پلټونکو دتربیی  ظرفیت به ولري. اودا برنامه دهرې اته میاشتنۍ دورې لپاره په دوه سمسترونو کې تنظیم شوې ده.  ټاکل شوې ده چې دغه زده کړئیز مرکز په اوږد مهاله کې دپلټنې اکاډمۍ ته ارتقا وکړي  . انشالله  ددې اصلاحي پلان په تطبیق سره  به دغه اداره دلازم مسلکي وړتیا او دمتخصص بشري ځواک لرونکې شي.

دادارې عمومي رئیس ، همدارنګه ، له دې ادارې څخه  دمخنکي مرستیال سید محمدمهدی حسینی تلل  خپل ځان لپاره یوه دشوار تصمیم وباله ؛  خو په ادارو کې بدلون او تبدیلي یو اصل ده  چې ځینې وخت دمقاماتو دلزوم دید په صورت کې تر سره کیږي. ښاغلي حقمل زیاته کړه : پدې لنډه موده کې  چې ما له ښاغلي حسیني سره وخت تیر کړ له نوموړي څخه مو ډیرې موضوعګانې زده کړې  اودده له ښو مشورو څخه به په خپلو تصمیم نیولو کې ګټه واخلم او ور څخه مننه کوم. ښاغلی حسینی یومهربانه اود ښو اخلاقو خاوند وه دژوند په ټولو چارو کې ورته بریالیتوبونه غواړم.

دپلټنې عالي ادارې نوي ګمارل شوي مسلکي مرستیال په خپله وینا کې ؛ لومړی د ادارې له عمومي رئیس څخه مننه وکړه چې پرده یې اعتماد وکړ  او وویل  :  په لومړي قدم کې دوطن سره دخدمت حس ددې لامل شو چې دې ادارې ته راشم او دغه دروند مسولیت پرمخ بوزم .

دوهم دا چې ما لس کاله دپلټنې په برخه کې کار کړی ، او زما ځانګړې علاقه ددې سبب شوه ګومې تجربې چې له ځانه سره لرم ،غواړم دپلټنې عالي ادارې ځای لوړې کچې ته ورسوم او پردې ادارې دخلکو اعتماد ډیر کړم  او هیله مند یم چې دادارې دمشرتابه اود نورو همکارنو  په همکارۍ  سره  دغې غوښتنې ته ورسیږم.

نوموړی دغونډې په پای کې دپلټنې عالي ادارې دمشرتابه پلاوي له لوري تر کاري دفتره پورې بدرګه شو او په کاري چوکۍ تکیه ووهله.

Latest news

Sun, May 14 2023 3:25 PM
Background image

New Auditor General is Appointed

New Auditor General is Appointed

Based on the order (3599), 16/10/1444, of Ameerul Mominin Sheikh Al-Quran Wal-Hadith Hibatullah Akhundzada, Honorable Mawlavi Muhammad Muhsin Hashmi. . .

Sun, Apr 09 2023 8:26 AM
Background image

The Supreme Audit Office (SAO) Organized a special training Workshop for Auditors

In order to carry out the audit based on the interest of the stakeholders and ISSAIs standards, SAO considered it necessary to organize a special training workshop for all auditors in. . .

Thu, Apr 06 2023 12:20 PM
Background image

Audit Team Held Exit Meeting at Administrative Office of the Prime Minister

SAO audit team held its exit meeting at the Administrative Office of the Prime Minister on 04/04/2023, with the participation of Mawlavi Esa Khan Rahib, Director of Da’wah & Guidance,. . .

BACK TO NEWS