دپلټنې عالي ادارې د بشري سرچینو ریاست نوي رئیس په دنده کار پیل کړ
ښاغلی رفیع الله نظری، د رقابتي آزموینې له لارې د پلټنې عالي ادارې د بشري سرچینو ریاست د نوي رئیس په توګه نن دوشنبه د ۱۴۰۰ لمریز کال د وری د میاشتې په نهمه نیټه، د ښاغلي فضل هادي فضل، د پلټنې عالي ادارې د مالي چارو او تقنیني سندونو د رعایت پلټنو مرستیال له لوري د ادارې رئیسانو او کارکوونکو ته وروپیژندل شو او په دنده یې کار پیل کړ.
د یادونې وړ ده چې ښاغلی نظري له دي مخکې په بیلا بیلو ادارو کې دنده تر سره کړې ده.