د پلټنې عالي ادارې له لوري د علومو اکادمۍ د پلټنې افتتاحيه غونډه تر سره شوه
د پلټنې عالي ادارو د نړیوالو معیارونو (ISSAIS) له مخې، د ۱۴۰۰لمریز کال د غویي د میاشتې په ۲۸ نیټه، د علومو په اکادمۍ کې د پیژندګلوي او د قوانینو او مقررو په پام کې نیولو د پلټنې د پیلیدلو د څرنګوالي غونډه ، د هیواد د علومو اکادمۍ رئیس ښاغلی ډاکټر عبدالظاهر شکیب، د پلټنې عالي ادارې د پوهنې، روغتیا او فرهنګ سکټور د پلټنې ریاست رئیس ښاغلی عبدالاحد قیومی، اودپلټنې دګمارل شوي پلاوي ترمنځ تر سره شوه.
د غونډې په پیل کې ښاغلی قیومي د پلټنې عالي ادارې د واکونو او مسئوولیتونواود هیواد د نافذه قوانینو له مخې د پلټنې لاندې مراجع د مکلفیتونو په اړه یې دیو پرزنتیشن په وړاندې کولو سره لازمه څرګندونې او معلومات ور کړل او په مراجع کې د پلټنې دترسره کولو په وخت کې د اړونده مراجع د همکاریو غوښتونکی شو . همدارنګه پدې لړ کې ښاغلی شکیب د پلټنې د ترسره کیدلو په لړکې د پلټنې ګمارل شوی پلاوي ته د معلوماتو او د اړتیا وړ سندونو د وړاندې کولو په برخه کې ډاډ ورکړ او د همکاریو ژمنه یې و کړه .