دپلټنې عالي ادارې د دفتر ریاست نوبتي غوڼډه جوړه شوه
اطلاعاتو ته د لاسرسۍ د پیاوړتیا او د اړیکو د پراختیا او ودې په موخه، دپلټنې عالي ادارې د دفتر رئیس ښاغلی محمد شاکر حبیب یار، په مشرۍ دریمه شمیره نوبتي غوڼده جوړه او په اجنډا کې په راغلو موضوعګانو باندې هر اړخیزې څرګندونې او خبرې اترې وشوې .
پدې غونډه کې داطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت اصلاحی طرحه د یو پرزنتیشن په چوکاټ کې وړاندې شوه او
په یادو مواردو باندې د نظرونو د راکړې ورکړې او څرګندونو وروسته، د دفتر رئیس اړونده برخو ته لارښوونې وکړې او لازم هوډونه ونیول شول.