د ملي بس په ښاري مسافر وړونکي دولتي شرکت کې د پلټنې پای غونډه جوړه شوه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د پلټنې د موندنو د څار او راپور ورکونې رییس ښاغلي مولوي حزب الله رښتین، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري او د پلټنې ټیم ګډون درلود د 1444 هـ ق کال په 10 د ملي بس ښاري وړونکي دولتي شرکت له رییس ښاغلي عبدالولي عمري او نورو مسوولینو سره ولیدل.
د غونډې په پیل کې د پلټنې عالي ادارې مسوولینو د یاد بنسټ له چارواکو د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه، او د غونډې په پای د پلټنې د راپور په مسودې خبرې اترې وشوې او یوه کاپي یې د نظر وړاندې کولو لپاره د ښاري ملي بس مسافروړونکي دولت شرکت له مسوولینو سره شریکه شوه.