د پلټنې عالي اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسۍ حق او قانون په هکله د پوهاوي برنامه
اطلاعاتو ته د لاسرسۍ حق او قانون په هکله د پوهاوي برنامه د پلټنې عالي ادارې د مالي او اداري مرستیال ښاغلی عالم شاه ابراهیمي، دپلټنې عالي ادارې محترمو رئیسانو، په ګډون اطلاعاتو ته دلاسرسۍ کمیسیون کمیشنرې آغلې زهرا موسوي، او دهمکارانو له لوریې د دوشنبې په ورځ د ۱۳۹۹لمریز کال د سلواغې په ۱۳نیټه د یادې ادارې د غونډو په تالارکې تر سره شوه.
پدې غونډه کې د رسنیو پروړاندې د ادارو مسئوولیتونو او د موندل شویوشکایتونو پر وړاندې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون مسئوولیتونو دڅرنګوالي په اړه د یاد کمیسیون دغړو له لوري پرزنټیشن وړاندې شو او د ګډونوالو پوښتنو ته د ځوابونو په ورکولو سره ناسته پای ته ورسیده .