د پلټنې عالي اداره کې نوي رئیسان معرفي شول
هغه غونډه چې د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس ښاغلی مولوي قدرت الله جمال پرمشرۍ چې د ادارې مرستیالانو او رئیسانو هم حضور درلود نن سه شنبه د ۱۴۴۳قمري کال د جمادی الثاني د میاشتې په ۲۱نیټه د ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه ، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د حکمونو پر بنسټ، دبشري سرچینو ریاست، دکورنۍ پلټنې او دکیفیت اطمینان ریاست او د عوایدو ریاست نوي رئیسان معرفي او پردندویې کار پېل کړ.
غونډه د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پېل او ورپسې محترم قدرت الله جمال نوي ګمارل شویو رئیسانو ته مبارکي وویله او څرګنده یې کړه: د پلټنې عالي اداره دهیواد یو له کلیدي ادارو څخه ده چې د ټولو ادارو بازرسي کونکې ده، نو پدې توګه یو بنسټیزه او رغنده ونډه لري نو باید هڅه وشي تر څو راسپارل شوې دندې په سمه او اساسي توګه تر سره شي.
پدې لړ کې د ادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلی نجیب الرحمن رحماني یاد ریاستونه د دې ادارې په تشکیل کې اړین وبلل او څرګنده یې کړه چې مهمې دندې پرمخ بیا یي او همدارنګه د دې ریاستونو دندې یې کارکونکو او ملت ته ارزښتناک وګڼلې.
ښاغلي خالد صافی د ۱۴۴۳/۶/۱۹ نیټې د( ۹۵۸) شمیرې حکم پر بنسټ چې د BBA په برخه کې لیسانس لري په دویمه رتبه بست کې د بشري سرچینو د ریاست رئیس په توګه،
ښاغلی عبدالهادي امین د (۹۶۱) شمیرې حکم پر بنسټ چې د ادبیاتو او د شرعیاتو په څانګو کې د لیسانس تر کچې او د فارمسۍ په برخه کې د فوق بکلوریا تر کچې پورې لوړې زدکړې لري. د یادونې وړ ده چې نوموړی اوس مهال د ادبیاتو په برخه د کابل په پوهنتون کې د ماسټرۍ په ورستي سمسټر کې په زدکړو بوخت دی چی په دویمه رتبه بست کې د کورنۍ پلټنې او دکیفیت اطمینان ریاست د رئیس په توګه
او ښا غلی عبدالباري رازق د ( ۹۶۲) شمیرې حکم پر بنسټ چې د اقتصاد په برخه کې لیسانس لري په دویمه رتبه بست کې د عوایدو د پلټنې ریاست د رئیس په توګه خپلې دندې پېل کړې.
دغونډې په پای کې نوي ګمارل شویو رئیسانو د ریاست الوزرا او دپلټنې عالي ادارې دمشرتابه له باور او اعتماد څخه مننه وکړه او ژمنې وکړې چې ورسپارل شوې دندې به په پوره صداقت سره تر سره کړي او د ادارې د پرمختګ او پیاوړتیا په برخه کې به هڅې وکړي.