د پلټنې عالي ادارې د خبریالانو څخه د مالي ملاتړ صندوق د پلټنې راپور د حکومت او رسنیو د ګډې کمیټې غونډې ته وړاندې کړ
د حکومت او رسنیو د ګډې کمیټې په غونډه کې، د پلټنې عالي ادارې د پوهنې، روغتیا او کلتوري سکتور د پلټنې د څانګې رییس د خبریالانو د مالي ملاټر صندوق د پلټنې راپور وړاندې کړ.دا کمیټه چې د ۱۴۰۰/۴/۲۰ نیټه د ولسمشر د دویم مرستیال ښاغلي محمد سرور دانش په مشرۍ جوړه شوې وه،
د پلټنې عالي ادارې د پوهنې، روغتیا او کلتوري سکتور د پلټنې رییس، عبدالاحد قیومي، د راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې د ژورنالېستانو د مالي ملاټر صندوق د پلټنې پروسه د ولسمشر تر لارښوونې وروسته د ۱۴۰۰/۳/۱۰ نېټه پیل او د ۱۴۰۰/۳/۲۲ نیټه پای ته ورسیده.
د غونډې په پای کې، ښاغلي قیومي د جلالتمآب جمهور رییس له باور او د ټولو اړوندو څانګو څخه چې په دې برخه کې یې همکاري کړې، مننه وکړه.