د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي؛ د لغمان مرستیال والي او مسوولینو سره ولیدل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۱:۳۸
gghgh

د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، چې مشري یې د دې ادارې حقوقي سلاکار ښاغلي مولوي الهام الدین عمر کوله، او ورسره د عوایدو د پلټنې امر ښاغلي نعمت الله روحاني، د بهرنیو مرستو د پلټنې امر ښاغلي بشیر احمد رشیدي او په لغمان ولایت کې د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شعبان المعظم په ۲ نېټه، د لغمان ولایت له مرستیال والي ښاغلي مولوي اختر محمد مزمل، امنیه قومندان ښاغلي نجیب الله بدخشي او نورو ولایتي رییسانو او مسوولینو سره ولیدل. 
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، په لغمان ولایت کې د پلټل کېدونکو ادارو له لوري د پلټنې په بهیر کې د شوې همکارۍ له امله مننه وکړه او د بودیجې په لګښت ،اسنادو برابرولو او ورڅخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه یې د پلټنې په ارزښت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په پای کې د لغمان مرستیال والي د پلټنې عالي ادارې د نظارت پلاوي، ته ښه راغلاست ووایه، او زیاته یې کړه: د پلټنې عالي ادارې چارې د ټولو امارتي ادارو د کارونو د سمښت او تېروتنو څخه د مخنیوي په برخه کې ډېرې ګټورې دي، نوموړي له پلټونکو سره د لا ډېرې همکارې ژمنتیا څرګنده کړه.

hdggdgd

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۵:۲۲
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د چاپيريال ساتنې ملي اداره کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوی؛ چې پکې ددې ادارې د امنيتي، دفاعي او ټولنيز خونديتوب برخې د پلټنې رييس ښاغلي مولوي محمد غازي جرير، د پوهنې، روغتيا او کلتور برخي د پلټنې کفيل ښاغلي مولوي صبيح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۵۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره کې د پلټنې پرانيست غونډه جوړه کړه 

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنيتی، دفاعی او ټولنيزخونديتوب د پلټنې برخي رييس ښاغلي مولوي محمد غازي جرير، د پوهنې، روغتيا او کلتور پلټنې کفيل ښاغلي مولوي صبيح الدين صديقي، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۱۴:۴۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د عامي روغتیا وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د کړنو او چاپېریال ساتنې رییس ښاغلي احمد شکیب ستاري او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د. . .

BACK TO NEWS