د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
په دې ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوی؛ چې مشري یې د دفاعي امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي صدیق الله عزیزي کوله، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري چارو له عمومي رییس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د دفتر رییس ښاغلي مولوي شاه محمد دوست او نورو مسوولینو سره د ۱۴۴۴ هـ ق کال د رجب المرجب په ۶ نېټه ولیدل.
په دغه ناسته کې ښاغلي مولوي صدیق الله عزیزي پلټنه خنډ نه، بلکې د ادارو په حساب ورکولو کې روڼتیا، له عامه شتمنۍ ساتنه او د چارواکو خپلو چارو ته د پام اړول وبلل، ښاغلي عزیزي د یاد بنسټ له مسوولینو د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري رییس او نورو مسوولینو په خپل وار د پلټنې عالي ادارې له مسولینو د پلټنې په اړه پوښتنې وکړې، چې ورته ځوابونه ورکړل شول، د غونډې په پای کې یې له پلټونکو سره د همکارۍ او پر وخت د اسنادو وړاندې کولو ډاډ څرګند کړ.