د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د عدلي طب په ریاست او جمهوریت تخصصي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوی، چې مشري يې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رييس مولوي محمد غازي جریر کوله، د پوهنې، روغتیا او کلتور د پلټنې برخې رییس ښاغلی عبدالاحد قیومي او د ګمارل شویو پلټونکو په ګډون، د ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان په ۲۲ نېټه د عدلي طب ریاست له مرستیال ښاغلي دوکتور دل اقا محبوبي، د جمهوریت تخصصي روغتون اداري مدیر ښاغلي مولوي عبدالهادي داوي او نورو مسوولینو سره په جلا جلا ناستو کې د پلټنې پرانیست غونډې جوړې کړې.
ښاغلي مولوي محمدغازي جریر د پلټنې عالي ادارې د پلټنې، صلاحیتونو، مسوولیتونو او تر پلټنې لاندې بنسټ د مکلفیتونو څرنګوالي په اړه اړین معلومات د دواړو بنسټونو له مسوولینو سره شریک کړل، ښاغلي عبدالاحد قیومي بیا ترې له پلټونکو سره د همکارۍ او پر وخت استعلامونو ته د ځواب ویلو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: پلټنه په ادارو کې د ستونزو، نیمګړتیاوو او غلطیو مخنیوی او د سمون بهیر وباله.
د یادو مرجعو مسوولینو د پلټنې عالي ادارې پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له پلټونکو سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.