د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د مکروریانو د ساتنې دولتي شرکت کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري، د دولتي شرکتونو د پلټنې امر ښاغلي مولوي محمد سلیم صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ش کال د شعبان المعظم په ۱۶ نېټه د مکروریانو د ساتنې دولتي شرکت رییس ښاغلي مولوي عبدالله مسلم او نورو مسوولینو سره ولیدل.
په دې ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي د یاد شرکت مسوولینو څخه د پلټنې په بهیر کې د کړې همکارۍ له امله مننه وکړه او د پلټنې بهیر یې په امارتي ادارو کې د ستونزو او نیمګړتیاوو د له منځه وړلو او سمونو راوړولو لپاره اړین وباله او د پلټنې د موندنو د پایلو راپور مسودې یوه کاپي یې د یاد شرکت مسوولینو سره د هغوی د نظر اخیستلو لپاره وسپارله.
ورپسې د مکروریانو د ساتنې دولتي شرکت رییس ښاغلي عبدالله مسلم په دې شرکت کې د پلټونکو له ګټورو هلو ځلو ستاینه وکړه او د پلټنې د موندنو او اصلاحي سپارښتنو د عملي کولو ژمنه یې وکړه.