د پلټنې عالي ادارې پلاوي، په پېښور کې د افغانستان اسلامي امارت قونسلګرۍ کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۷ - ۱۵:۲
sdfsa

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دفاعي، امنیتي او ټولنیز خوندیتوب د پلټنې برخې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د حکومتولۍ قانون حاکمیت او دسکتور د پلټنې برخې رییس ښاغلي نثار احمد ثبات، د فورنزیک او ځانګړې پلټنې رییس ښاغلي مفتي فضل الحق قاسمي او د عوایدو برخې پلټونکي ښاغلي مولوي محمدافسر مجاهد ګډون درلود د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رجب المرجب په ۱۵ نېټه، په پېښور کې د افغانستان اسلامي امارت سرپرست قونسل ښاغلي مولوي محمد رضا رحماني او نورو دیپلوماټانو او کارکونکو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي له هېواده بېرون د اسلامي امارت د سیاسي استازولیو د عوایدو او لګښتونو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په پار د پلټنې په ارزښت هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
په پېښور کې د افغانستان اسلامي امارت د قونسلګرۍ مسوولینو د پلټڼې پلاوي له لیدنې خوښي څرګنده کړه او د پلټنې په بهیر کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

sdfsf

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS