د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د بلخ ولایت له طبعي پېښو سره د مبارزې ریاست او د بلخ له ولایتي مسوولینو سره د بهرنیو مرستو د پلټنې په موخه وکتل

org_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۷ - ۱۳:۴۶
43

د پلټنې عالي ادارې ټاکل شوي پلان پر بنسټ، د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر کوله، د بلخ ولایت له مرستیال والي ښاغلي مولوي نورالهادي ابو ادریس، د دې ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له رییس ښاغلي مولوي عبدالطیف حقاني او نورو مسوولینو سره په دغه ولایت کې د بهرنیو مرستو د پلټنې په موخه د ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۱۲ نېټه کتنه وکړه، د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ښې حکومتولۍ، د مالي سیستم په پیاوړتیا او په عامه سکټور کې د بنسټيزو سمونونو راوستلو لپاره د پلټنې عالي ادارې په مسوولیتونو خبرې وکړې.
د بلخ ولایت مرستیال والي نورالهادي ابو ادریس د دې ولایت د طبعي پېښو په ریاست کې د پلټنې د پیل په اړه د خپلې تیارۍ او له پلټونکو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

45g6y

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS