د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د غزنی له ولایتي مسوولینو سره د بهرنیو مرستو د پلټنې په موخه وکتل
د ریاست الوزرا مقام له هدایت سره سم، د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې مشري یې د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر کوله، د غزنی ولایت له والي ښاغلي مولوی محمد اسحاق اخندزاده او ددې ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې چمتووالې ریاست مسوولینوسره په دې ولایت کې د بهرنیو مرستو د پلټنې لپاره د ۱۴۴۴ هـ ق کال دشعبان المعظم په لومړی نېټه ولیدل، د پلټنې عالي ادارې پلاوي د ښې حکومتولۍ، د مالي سیستم په پیاوړتیا او په عامه سکټور کې د بنسټيزو سمونونو راوړلو لپاره د پلټنې عالي ادارې په مسوولیتونو خبرې وکړې.
دغزنی ولایت والي ښاغلي محمد اسحاق اخندزاده ددی ولایت د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي په ریاست کې د پلټنې د پیل په اړه د خپلې تیارۍ او له پلټونکو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.