د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په افغان ټليکام مخابراتي شرکت کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې پکې د دې ادارې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي عبدالقدیر حقاني، د دولتي شرکتونو د پلټنې رییس ښاغلي حمیدالله فقیري او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الثاني په ۴ نېټه، د افغان ټليکام مخابراتي دولتي شرکت رییس ښاغلي پوهنیار انجینر علي احمد سامند او نورو مسوولینو سره ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي په ادارو کې د پلټنې په ارزښت، د پلټنې عالي ادارې په صلاحیتونو، مسوولیتونو او د پلټل کېدونکې ادارې په مکلفیتونو اړین معلومات وړاندې کړل او د افغان ټليکام دولتي شرکت له مسوولینو یې پلټونکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د ناستې په دوام د افغان ټیلې کام دولتي شرکت مسوولینو پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او له پلټونکو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.