د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د سې شنبې په ورځ، د ۱۴۰۱ هـ ش کال د مرغومي په ۶ چې د ۱۴۴۴ هـ ق کال د جمادي الثاني له ۳ نېټې سره برابره وه ، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت کې د پلټنې پای غونډه جوړه کړه، چې پکې د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د طبعي سرچینو، اقتصاد او زراعت رییس ښاغلي وحیدالله پویا ، پلټونکو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني، د پالیسۍ مرستیال ښاغلي مسعود لطیف رای، د کورنۍ پلټنې رییس ښاغلي عبدالمنان ستاري او د یاد وزارت نورو غړو ګډون کړی و. د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ په یاد وزارت کې د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د یاد وزارت له همکاریو مننه وکړه، د یاد لوري د نظر د څرګندولو لپاره یې د راپور د مسودې یوه کاپي هم ورسره شریکه کړه، د پلټنې عالي ادارې پلاوي همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مسؤولینو د پلټنې د موندنو د عملي کېدا غوښتنه وکړه. په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مسؤولینو په یاد وزارت کې د پلټونکو له لوري د پلټنې په پروسه کې د کړي چلند له امله مننه وکړه، او پلټنې بهیر یې په ادارو کې د ستونزو او نیمګړتیاوو د پوره کولو او سمولو لپاره مهم وباله.