د پلټنې عالي ادارې پلاوي د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت کې د پلټنې پايغونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې مشري يې د پلټنې عالي ادارې د دفاعي، امنيتي او ټولنيز خونديتوب سکټور د پلټنې ریاست رييس ښاغلي مولوي محمد عازي جرير کوله، د ټیم غړو په ګډون د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له اداري او مالي رييس ښاغلي سليم ستانکزي او دياد وزارت له نورو مسوولينو سره په ياد وزارت کې د شوال په ۱۰ تاریخ ۱۴۴۴ د پلټنې پايغونډه جوړه کړه. غونډه د قرآن کريم په مبارکو اياتونو پيل شوه، ورپسې ښاغلي مولوي محمد غاري جرير د مسوولینو له همکارۍ مننه وکړه او پلټنه يې په اداراتو کې روڼتيا رامنځ ته کول وګڼل. نوموړي د خبرو په لړ کې وویل: (ولس ته خدمت زموږ د ټولو شريک کار دی که موږ د پرمختګ لپاره ګامونه اخلو دا به د ټول هېواد په ګټه وي، پلټنه اداري پروسه ده، چې په اداراتو کې نيمګړتياوې مسوولينو ته په ګوته کوي). د خبرو په دوام د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت اداري او مالي رییس ښاغلي ستانکزي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او او هېواد یې د ټولو ګډ کور وباله، او د رغولو لپاره یې د یو موټي کېدو هیله څرګنده کړه. په پای کې د پلټنې د راپور د مسودې یوه کاپي د یاد وزارت مسوولینو سره د هغوۍ د نظر څرګندولو لپاره شریکه شوه.