د پلټنې عالي ادارې پلاوي په نورستان ولایت کې د ارزونې پرانیست غونډه جوړه کړه
د ا.ا.ا رییس الوزرا د هدایت او د پلټنې د نړیوالو معیارونو(انتوسای) سره سم د پلټنې عالي ادارې په نورستان ولایت کې د ارزونې لاندې ادارو د مسولینو په شتون کې خپله پرانیست غونډه د ۱۴۰۱ کال د میزان په ۱۴ د پلټنې ټاکل شوي پلاوي د امر ښاغلي مولوي دین محمد عمریار، او د یاد پلاوي غړو ښاغلي احمد نوید یوسفزي، ښاغلي نصیب الله منصوري، ښاغلي زاهد الله عزیز او د یاد ولایت د والي ښاغلي حافظ اغا حکیم ، امنیې قومندان، مستوفي،ښاروال او د عامې روغتیا رییس په ګډون جوړه شوه.
په پیل کې مولوي دین محمدعمریار د پلټنې د موخو، کړنو، فعالیتونو او په عامه سکټور کې د پانګې له ساتنې او پالنې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل او د نورستان له ولایتي مسولینو یې وغوښتل چې پلټونکو ته په وخت اسناد او معلومات په لاس ورکړي او استعلامونه یې په وخت ځواب کړي.
د غونډې په پای کې د نورستان والي حافظ اغا حکیم او نورو مسولینو هر یو په خپل وار خبرې وکړې او د پلټنې عالي ادارې شتون یې د فساد د مخنیوي لپاره مهم وباله، او د پلټنې عالي ادارې له پلاوي سره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.