د پلټنې عالي ادارې کارکونکو ته د مالي محاسبې ښوونیز پروګرام جوړ شو
د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست د ښوونیزو پروګرامونو په لړ کې دا ځل د مالي محاسبې تر عنوان لاندې ددې ادارې کارکونکو ته ۱۰ ورځینی ښوونیز پروګرام ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان په دوهمه نېټه جوړ کړ.
د دې ښوونیز پروګرام په پیل کې د مسلکي وړتیا لوړونې رییس ښاغلي سیدرحمان رحمان وویل: یاد پروګرام د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ په همغږۍ جوړ شوی دی، چې به پکې د مثال اخیستنې، د اهمیت کچې، د پلټنې خطرونه، پلان جوړونه، مالي محاسبه، مالي صورت حسابونه او د دوه اړخیزو معاملو څرنګوالي او نور موضوعات شامل وي.
د دې پروګرام ګډونوالو د پلټنې عالي ادارې له رهبرۍ د دا ډول ګټورو پروګرامونو د برابرولو له امله مننه وکړه.