د پلټنې په عالي اداره کې درې تنه رئیسان معرفی شول

sao-af
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۷:۱۹
sao

نن پنج شنبه د 1398 لمریز کال دزمري په 10 نیټه محمد نعیم حقمل، دپلټنې عالي ادارې رئیس چې دادارې ځینو منسوبینو هم شتون درلود، دجمهوري ریاست د عالي مقام د 5/5/1398 نیټې (1254) شمیرې حکم پربنسټ، امین‌الله یونسی یې د سیمه ایزې بودجوي ادارو د پلټنې ریاست د رئیس په توګه، سید امین امین یې دپلټنې د رپوټونو دشننې رئیس په توګه او مختار آغا سیدی یې د داخلي پلټنې او د کنترول او کیفیت د پلټنې ریاست د رئیس په توګه د دغې ادارې منسوبینو ته وروپیژنده.

دغه برنامه چي  دپلټنې عالي ادارې منسوبینو پکښې ګډون درلود د دقرآن عظیم الشان دمبارکو آیتونو په تلاوت پیل او ښاغلی محمد نعیم حقمل  مختار آغا سیدی ته یی دداخلي پلټنې کنترول او کیفت ریاست دسرپرست په توګه مبارکي وویله او ښاغلي  سید امین امین تبدیلولې یی دپلټنې درپوټونو دشننې ریاست ته اوامین‌الله یونسی یې د سیمه ایزې بودجوي ادارو د پلټنې ریاست تهدهغوی د وړتیا او لیاقت پر بنسټ وباله.

هغه څرګنده کړه : تر هغه ځایه پورې چې دپلټنې درپوټونو دشننې ریاست دادارې یو له کلیدي او مهمو ریاستونو څخه شمیرل کیږي  اوپدې برخه کې ډیرې تجربې او پوهې ته اړتیا لیدل کیږي ، نو ځکه مو ښاغلی امین دغه برخې ته تبدیل کړ او همدارنګه  دښاغلي یونسي دښو کړنو او فعالیتونو ته په پام سره دادارې مشرتابه لازمه وګڼله ټرڅو هغه دسیمه ایزو ادارو دپلټنې ریاست ته انتقال کړي.

sao

سید امین امین، دپلټنې درپوټونو دشننې ریاست رئیس  دپلټنې عالي ادارې مشرتابه څخه مننه وکړه اوویل: دپلټنې درپوټونو شننه دادارې له مهمو کارونو څخه ده او زه چې پدې اداره کې ۳۴ کلنه کاري تجربه لرم ، هڅه به وکړم تر څو دا کار په سمه توګه تر سره کړم  .  ځکه چې تحلیل دادارې یوه مهمه او مسلکي مسله ده ،

هغه پدې لړ کې ژمنه وکړه چې خپل مسولیتونه به په سمه توګه تر سره کړي اوویل چې په ټول قوت او ځواک دادارې موخو ته درسیدلو په لاره کې به هڅې وکړي.

sao

ورسته له هغه ښاغلي یونسي  دادارې له مشرتابه څخه دمننې ویلو تر څنګ وویل :  دغه مسولیت چې ماته سپارل شوی ده  دهر اړخیزو همکاریو په روحیه ، په زیار او هڅو کولی شو خپل وظیفوي موخې  دقوانینو ،مقرراتو او دادارې دمشرتابه داغیزمنو او مسلکي لارښودونو سره سم  ترسره کړو.

هغه همدارنګه وویل: پرته له شک څخه د ادارې په جوړښت کې ریفورم او اصلاحات او دوامداره پراختیا یو طبیعي امر ده  . تغییر او تبدیل  له یو بست څخه بل بست ته اصلاحات ګڼل کیږي ، چې ددې ادارې په کاري برنامو کې شتون لري اودکارونو له لومړیتوبونو څخه یې شمیرل کیږي او دا زموږ مسولیت ده چې ددغو موخو په تر لاسه کولو کې له ادارې سره همکار اووسو.

sao

همدارنګه مختار آغا سیدی،د داخلي پلټنې او کنترول کیفیت  ریاست  یې ددغې ادارې په تشکیل کې  یو مهم بست په ګوته کړ اووویل: زه هم په خپل نوبت دادارې له مشرتابه  منندوی یم  او ژمنه کوم چې دغه لوی مسوولیت  په رښتنې توګه تر سره کړم اودهیواد لپاره  دخدمت کولو له  هیڅ ډول هڅو څخه به دریغ ونکړم .

sao

دا په داسې حال کې ده چې مخکې لدې څخه سید امین امین دسیمه ایزې بودجوي ادارو د پلټنې ریاست د رئیس په توګه او امین‌الله یونسی د داخلي پلټنې او د کنترول اوکیفیت د پلټنې ریاست رئیس په توګه پدې اداره کې دنده تر سره کوله

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS