د ښاریانو د اعتماد په ډیروالي کې د ګډو (مشارکتي ) پلټنو ونډه

sao-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۹:۲۹
SAO

 پلټنه د سندونو اومدرکونو د راټولولو او ارزونې یوه قانوني پروسه ده، چې د عامه ادارو فعالیتونه اوکړنې تر پلټنو لاندې نیسي، او راپور یې د ولس دپوهاوي  په موخه خپریږي. نو له همدې کبله؛ د پلټنې عالي اداره کولی شي د ښاریانو او ادارو په ځانګړې توګه د پلټنې عالي ادارې تر مینځ د عمومي اعتماد په رامینځته کولو کې، مهمه او اغیزمنه ونډه تر سره کړي.

 د پلټنې عالي اداره، د ادارو فعالیتونه اوکړنې او د خپلو پلټنو څخه لازم اطلاعات، د پلټنې د راپورونو دخپرولو له لارې  دښاریانو په واک کې ورکوي چې له دې طریقه د ولس او ادارو تر مینځ واټن له مینځه ځي او اعتماد رامینځته کیږي.

له بل پلوه  ښاریان د مراجعو د بیلابیلو موضوعګانو، د ستونزو او ننګونو په شریکولو سره، د وړاندیزونو او شکایتونو په قالب کې  د ویب پاڼې د شکایتونو د فورم او د شکایتونو د صندوق له لارې چې د پلټنې عالي ادارې په مرکزي دفتر کې نصف شوی ده، د عمومي اعتماد په رامینځته کولو کې مهمه او اغیزمنه ونډه  لرلی شي، چې د ښاریانو شکایتونه او وړاندیزونه د مدني بنسټ استازو په حضور تر پلټونو لاندې نیول کیږي او پایلې یې خپریږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS