د ښاریانو د ګډون چارو ته د رسیدنې کمېټې غونډه تر سره شوه
دښاریانو د ګډون چاروته د رسیدنې کمیټې غونډه د چهار شنبې په ورځ د ۱۳۹۹ لمریز کال د لیندۍ په ۱۹ نېټه دښاغلي فضل هادي فضل د مالي او تقنیني سندونو درعایت پلټنو مرستیال په مشرۍ او د دې کميټې رئیس او غړو په ګډون دپلټنې عالي ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په پیل کې غونډه دقرآن عظیم ألشان په تلاوت پیل شوه، ورپسې دښاریانو چارو ته درسیدنې کمیټې رئیس د غونډې کډونوالو ته هرکلی ووايه او دښاریانو شکایتونو ته د رسیدلو ارزښت او د مشارکتي پلټنو داهمیت اود مشارکتي پلټنې د راتلونکو برنامو په اړه یې وینا وکړه.
د اجنډا له مخې د ښاریانو دګډون چارو ته درسیدنې کمیټې دتیرو غونډو د فیصلو د تطبیق په اړه راپور وړاندې شو. او ورپسې دکمېټې غړو دکاپیسا ولایت داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو آمریت دپلټنې د راپور دپایلې په اړه د موندل شوي شکایت باندې خبرې وکړې او دې شکایت ته درسیدنې دڅرنګوالي
باندې بحث، شکایتونو ته د رسېدنې څرنګوالي او د ښاریانو د ګډون د استراتېژۍ مسوده چې د اجنډا موضوعګانې وې،خبرې پرې وکړې او دغونډې ګډونوالو په خپل نوبت سره خپل وړاندیزونه او نظرونه دیادې موضوع په اړه وړاندې کړل. او پدې اړه لازم هوډونه ونیول شول. په پاي کې اړونده برخو ته هدایت ورکړل شو، تر څو دکمیټې د پرېکړې له مخې په ټاکلي وخت کې کړنې تر سره کړي.