د پلټڼې عالي ادارې مسولینو د ښاروالیو له عمومي سرپرست سره د دې ادارې کاري چوکاټ په اړه خبرې اترې وکړې
۱۴۰۱/۸/۱۷
د پلټنې عالي ادارې د مقام له لارښوونو سره سم ؛ د اسلامي امارت تر پلټنې لاندې ادارو کې د وضاحت او موخو شریکولو پروسې په لړ کې د پلټڼې عالي ادارې پلاوي چې پکې د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د برخې رییس ښاغلي محمدنسیم سحر او د ښاروالیوعمومي سرپرست ښاغلي مولوي محمد حلیم مستعین او د یادې ادارې له نورو مسولینو سره وکتل.
په پیل د بهرنیو مرستو رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر د پلټنې عالي ادارې د موخو، کاري چوکاټ او په عامه سکټور کې د قضیو له کشف او محکمې ته تر لیږلو پورې هر اړخیز معلومات شریک کړل.
ورپسې ښاغلي نسیم سحر په یاد ریاست کې د پلټنې د پخوانیو راپورونو په اړه چې د سیمه ایئزو ارګانونو خپلواکې ادارې پورې اړوند و د معلوماتو غوښتنه وکړه او مسولینو ورته ځوابونه وویل؛ د ښاروالیو د عمومي ریاست مسولینو د پلټنې د جریان په اړه له مسولینو پوښتنې وکړې چې ورته مسلکي ځوابونه ورکړل شول.
د غونډې په دوام ښاغلي محمد حلیم مستعین پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ پلټنه د عامه شتمنیو د ساتنې او پالنې په برخه کې مهم اصل یاد کړ او زیاته یې کړه د پلټنې عالي اداره د ادارو د اصلاح کېدو او فساد د مخنیوي په برخه کې ډير ارزښتناکه دی، نوموړي په دې بنسټ کې د پلټنې د ترسره کېدو په برخه کې د هر راز تیاري ډاډ ورکړ.