د پلټنې عالي ادارې مسولینو؛ د چارو په اداره کې د پلټنې د پیل لپاره د همغږۍ غونډه جوړه کړه
۱۴۰۱/۹/۱۲
د پلټنې عالي ادارې د بهرنیو مرستو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد غازي جریر، د حکومتولۍ او قانون حاکمیت د پلټنې برخې رییس ښاغلي نسیم سهار او د چارو ادارې رییس ښاغلي شیخ نورالحق د یوې همغږۍ غونډې په لړ کې ولیدل.
په دې ناسته کې دواړو لوریو، په عامه ادارو کې د پلټنې پروسې د پلې کېدا، په ادارو کې د ځوابویلو او حساب ورکولو په اړه خبرې وکړې، د چارو ادارې د پلټنې عالي ادارې چارې یو مهم امر وباله او د ادارو د اصلاح کېدا او مسولیتونو ته د مسولینو د پام اړولو په برخه کې اساسي اداره وبلله او په خپله اداره کې یې د پلټنې د پیل په اړه د تیارۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.