د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د زندانو د چارو د تنظیم اداره کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه
د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د امنیتي، دفاعي او ټولنیز خوندیتوب برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمدغازي جریر، د رسنیو او عامه اړیکو امر ښاغلي حافظ جنیدالله حاذق او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شوال په ۲۶ نېټه، د زندانو د چارو د تنظیم ادارې له مالي او اداري عمومي رییس ښاغلي الحاج مولوي عبدالهادي مالي اخندزاده، رییسانو او نورو کارکونو سره په دې اداره کې د پلټنې د بهیر د پیلېدو په پار ولیدل.
ناسته کې د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د دې ادارې په موخو، صلاحیتونو، مسوولیتونو او د پلټل کېدونکو ادارو په مکلفیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل، او زندانو د چارو د تنظیم ادارې له مسوولینو یې د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
وروسته د زندانو د چارو د تنظیم ادارې د مسوولینو د پلټنې په بهیر کې له پلټونکو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.