د پلټنې په عالي اداره کې دښاریانو دګډون چاروته درسیدلو کمیټې دریمه غونډه تر سره شوه
د ۱۳۹۸ کال دغویي دمیاشتې پر ۲۹ نیټه دپلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال ښاغلي فضل هادي فضل او دښاریانو دګډون چاروته درسیدلو کمیټې دغړوپه ګډون سره، دغوڼدو په سالون کې دښاریانو دګډون چاروته درسیدلو کمیټې دریمه غونډه تر سره شوه.
له دې غونډې څخه موخه دشکایتونودصندوق نصفول وه، چې عملآ د ادارې په ورودي دروازه اود ولایتونو په څلورو سیمه ایزو دفترونو کې لګول شوي دي، اوهمدارنګه دښاریانو پوهاوی اودښاریانو شکایتونو ته درسیدلو لارښود دمسودې ورستي کیدل وه.
د ادارې مسلکي مرستیال دشکایتونو دصندوقونو نصفول اوپه مرکز او ولایتونو کی شکایتونوته دښاریانو دلاسرسی نورو وسایلو په اړه هم دغې کمیټې ته هدایت وړاندې کړل چې دخلکوترمینځ اعتماد راولي .
ښاغلی فضل کمیټې ته دنده وسپارله چې شکایتونوته درسیدلو دلارښود مسوده ورستۍ او بشپړ کړي.