دپلټنې عالي ادارې پلټونکو لپاره دولس ورځینۍ زده کړئیزه برنامه پای ته ورسیده
د ۱۳۹۸کال دمرغومې په څلورمه دپلټنې عالي ادارې پلټونکو لپاره دولس ورځینۍ زده کړئیزه برنامې اختتامیه غونډه کې ښاغلی محمد نعیم حقمل دپلټنې عالي ادارې رئیس ، فضل هادی فضل دپلټنې عالي ادارې مسلکي مرستیال ، مجیب الرحمن شیرزاد دپلټنې عالي ادارې مالي اواداري مرستیال ،رئیسانواو پلټونکو ګډون درلود دغونډې په پیل کې ښاغلی حقمل، له ټولو پلټونکو څخه چې پدې زده کړئیزه برنامه کې په فعاله توګه ګډون کړی وه مننه وکړه.
ښاغلي حقمل ددې زده کړئیزې برنامې موخه دپلټونکو دمسلکي وړتیا لوړوالی ده چې پلټونکي باید دپلټنې دترسره کیدو په وخت کې په مراجعو کې پلې کړي نوموړي څرګنده کړه : ننۍ غونډه له نورو غونډو سره توپیر لري نن زه دلته راغلی یم چې تر څو ستاسو ټول وړاندیزونه او ستونزې واورم اود حل لارې چارې ورته ولټوو. دپلټنې عالي ادارې رئیس دپلټونکو ټول وړاندیزونه چې مخکې ورته رسیدلی وه په خپل وار سره ولوستل چې لدې جملې څخه هغه وړاندیزونه دپلټنو لاندې مراجعو کې په ټاکل وخت دځواب نه ورکول ، دپلټونکوترانسپورتي ستونزې ، دپلټنې دترسره کیدو په وخت کې دپلټونکو خوندیتوب ، مراجعو ته په ټاکلی وخت دپلټونکو درپوټونو لیږد، دسیمه ایزو پلټنو ریاستونو پلټونکو لپاره دانګلیسی اومسکي زده کړئیزو برنامو برابرول اودپلټونکو مسلکي امتیازونه چې د ادارې په قانون کې وړاندوینه شوې. دادارې رئیس د وړاندیزونو دپلې کیدو په اړه دهمکارۍ ژمنه وکړه اوویل: ستاسو معقوله وړاندیزونو او ستونزو ته به په ټاکل وخت سره رسیدنه وشي.
پدې لړ کې د ادارې مسلکي مرستیال فضل هادی فضل دپلټڼې د رپوټونو دکیفیت اود معیارونو په پام کې نیولو په اړه داسې وویل: دپلټنې په رپوټونو کې باید د رپوټ لیکنې مسلکي معیارونه په پام کې ونیول شي او په ټاکلې وخت مراجعې ته واستول شي . له پلټونکو څخه یې وغوښتل چې پدې برخه کې هراړخیزه همکاری وکړي. همدارنګه مسلکي مرستیال دزده کړئیزو برنامو او اودسفارتونو دبررسۍ په برخه کې دسفرونو په اړه څرګنده کړه موږ له هیواد څخه بهر دزده کړئیزو سفرونو او دسفارتخانو دپلټنې په برخه کې دپلټونکي وړتیا ،شایسته ګي او ځینې نور معیارونه په پام کې نیسو چې لدې جملې څخه یویې هم دانګلیسی ژبې زده کړه ده.
ورپسې د ادارې مالي او اداری مرستیال ښاغلی مجیب الرحمن شیرزاد دپلټونکو وړاندیزونو په اړه وویل: پر ځینو وړاندیزونو باندې کار جریان لري دبیلګې په توګه دپلټونکو مسلکي امتیاز مقرره اود پلټنې دترسره کیدو په وخت کې دپلټونکي خوندیتوب. ښاغلی شیرزاد د چین او هندوستان هیواد ته هرکال دماسترۍ اودکتورا ترکچې پورې ددې ادارې دکارکونکو استولو څخه یادونه وکړه اوویل : د ادارې مشرتابه تل پدې هڅه کې ده تر څو ستاسو ستونزې لرې شي اودسیمه ایزو پلټنې ریاستونو پلټونکو لپاره یې دترانسپورتي اسانتیاو ژمنه وکړه.
مالي او اداري مرستیال یوځل بیا له پلټونکو څخه وغوښتل تر څو خپلې ستونزې له مقام سره شریکې کړي اود ادارې مشرتابه پدې برخه کې هر اړخیزې همکاري کوي.