د پلټنې په پروسه کې د ښاریانو ګډون
په پروسو او ملي برنامو کې د مدني ټولنو، رسنیو او ښاریانو ګډون د عامه ادارو او ښاریانو تر منځ دعمومي باور د رامنځته کیدلو لامل کیږي.
د پلټنې عالي ادارې په نوښت سره د مشارکتي ګډو پلټنو په پروسه کې د مدني ټولنو، رسنیواو ښاریانو د ګډون آسانتیاوې برابرې کړې دي، ځکه چې د خلکو او بنسټونو ونډه پدې برخه کې ارزښتناکه ګڼل کیږي.
دپلټنې په پروسه کې د ښاریانو د ګډون لویه موخه د مالي چارو په برخه کې د روڼتیا او ځواب ورکولو د ډیروالي، او د ادارو او ښاریانو ترمنځ باور رامنځته کیږي او عمومي څارنه پیاوړي کوي.
د مدني ټولنو او رسنیو له لوري د سندونو، مدرکونو شریکول، د پلټنې عالي ادارې سره مرسته کوي، تر څو په هغو سیمو کې چې ننګونې شتون لري، تر پلټنو لاندې ونیسي او راپور یې د خلکو د پوهاوي په موخه خپور کړي؛ چې دا کار د خلکو د پوهې د ډیروالي او همدارنګه دعامه ادارو مسئوولین اړ باسي تر څو د خپلو کړنو په اړه ځواب ورکړي.