دپلټنې عالي ادارې مشرتابه پلاوي دولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون له رئیس اوغړو سره وکتل

samema.sadat
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۷ - ۳:۵۹
sao

هغه غونډه چې نن چهار شنبې د۱۳۹۹لمریز کال دکب دمیاشتې په ۲۷ نیټه، دښاغلي محمد نعیم حقمل، دپلټنې عالي ادارې عمومي رئیس، ښاغلی سید بلال هاشمي، دکړنو او معلوماتي ټکنالوجۍ د پلټنې په چارو کې مرستیال اوښاغلی محمد اشرف عالمي د دولت د قطعیه حساب د پلټنې او پارلمان سره د اړیکو رئیس په ګډون ، دپلټنې عالي ادارې دتخنیکي همکاریو او دیادې ادارې د راپورونو په اړه یې له ښاغلي میر افغان ساپی، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون رئیس او غړو سره یې، دولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون دغونډو په تالار کې تر سره شوه. sao

پدې غونډه کې دواړو خواو د ولسي جرګې مالي او بودجې کمیسیون سره دپلټنې عالي ادارې د لا همغږۍ ، دعامه محاسباتو په برخه کې د مالي او بودجې کمیسیون څخه د ملاتړ برنامو، د وړتیا لوړولو اودپلټنې عالي ادارې قانون او همدارنګه دپلټنې عالي ادارې دراپورونو،لکه: ددولت قطعیه حساب دپلټنې، دقوانینو او مقررو په پام کې نیولو (رعایت) پلټنې، دکړنو پلټنې اودنورو راپورونو دڅرنګوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې او خپل نظرونه یې پدې اړه څرګند کړل.sao

sao

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۱:۳۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل طبي علومو پوهنتون او علي اباد تدریسي روغتون کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۰:۳۹
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښار د پوهنې ریاست کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمد عیسی راهب، د پوهنې، روغتیا او کلتور برخې د پلټنې رییس ښاغلي مولوي صبیح الدین صدیقي او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود،. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۵:۳۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ د کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې د پلټنې پرانیست غونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي؛ چې پکې د ښاروالیو د پلټنې رییس ښاغلي مولوي محمد حسن موسی زي، او د پلټنې ډلې غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ذوالقعدې په ۳ نېټه د کابل ښاروالۍ د څوارلسمې. . .

BACK TO NEWS