دافغانستان روڼتیا څار بنسټ سره د مشارکتي (ګډو) پلټنو د ترسره کولو څرنګوالي په اړه غونډه ترسره شوه
د ۱۳۹۹ لمریز کال د زمري دمیاشتې په ۱۵ نیټه د چهارشنبې په ورځ، دکړنو دپلټنې ریاست مسئولین، د پلټنې په بهیر کې د عامه مشارکت آمریت او د افغانستان روڼتیا څار بنسټ استازو په ګډون د کړنو د ګډو پلټنو د ترسره کولو څرنګوالي په اړه ناسته ترسره شوه.
د غوڼډې په پیل کې د کړنو پلټنې ریاست او د پلټنې په پروسه کې دعامه ګډون آمریت مسئولینو، د کړنو د ګډو پلټنو په اړه په بشپړه توګه معلومات وړاندې کړل او څرکنده یې کړه: د پلټنې عالي ادارې د مشارکتي (ګډو) پلټنو په تر سره کولو اوکومې ارزونې چې په دې اړه تر سره کړي، اغیزمنې پایلې لاسته راغلي دي او په دې برخه کې د مثبتو لاسته راوړنو او پایلو ته په کتو سره، دا اداره هوډ لري تر څو د افغانستان روڼتیا څار بنسټ سره خپلو هر اړخیزو او اغیزمنو همکاریو ته دوام ورکړي.
همدارنګه دغوڼډې په لړ کې د افغانستان روڼتیا څاربنسټ استازو د کړنو د مشارکتي پلټنو د ترسره کولو څرنګوالي او پدې ډوله پلټنو کې د خپلو استازو د ګډون په اړه څرګندونې وکړې او د پلټنې عالي ادارې له همکاریو څخه یې په دې برخه کې مننه وکړه.
سربیره پردې، پدې غونډه کې د پلټنې عالي ادارې او د افغانستان روڼتیا څار بنسټ ترمینځ د تفاهم نامې (پوهاوی لیک) د لاسلیک او ترتیب په اړه هم هر اړخیزې خبرې وشوې.