دمسلکي زده کړئیزو اودوړتیا دلوړوالي په برنامو کې د شمولیت په موخه دپلټنې عالي ادارې کارکونکو دانګلیسي ژبې مهارت وارزول شو
د مسلکي پوهې دکچې لوړوالی دپلټنې عالي ادارې یو له کاري لومړیتوبونواوپالیسۍ څخه ده چې له یویې نیمې لسیزې راپدې خوا ؛ پدې اداره کې جریان لري . ددغې پالیسۍ په تداوم سره له 168 تنه مسلکی اواداری کارکونکو اود 20 تنه میرمنو په شمول ، دافغانستان په امریکایی پوهنتون کې چې په هیواد کې یو له غوره پوهنتونونو څخه ده . ددوه ورځو په موده کې یعنې دغویي په ۲۲-۲۳ ؛ دانګلسي ژبې دسویې دتثبیت آزموینه واخیستل شوه. محمد اسحاق حیدر دپلټنې عالي ادارې دبشري سرچینو سلا کار وویل: ددې آزموینې اصلي موخه داده چې د ادارې دمسلکي او اداري کارکونکو دانګلسي ژبې دمهارت کچه تثبیت شي او ورسته له تشخیص څخه دا اداره په پام کې لري ترڅو هغه کارکونکي چې دانګلسي ژبې د وړتیا کچه یې لوړه ده او له ۱۰۰څخه پورته نمرې واخلي هغوي د FIA (Foundation in Accountancy) او ACCA ( Association of Chartered certified Account ) مسلکي برنامو ته د غوره دلوړو زده کړو بنسټ ته چې د مسلکي محاسبینو په برخه کې دمالیې په وزارت کې ثبت او راجستر وي معرفي کوو او هغه کارکونکو چې دانګلسي ژبې دمهارت وړتیا یې له ټاکل شوي معیار څخه ټیټه وي هغوي دانګلسي ژبې دشپږمیاشتني ، نهه میاشتني او یو کلني دانګلسي ژبې دزده کړو پروګرامونو ته معرفي کوو.
دښاغلي حیدر په وینا، هغه کارکونکی چې دانګلسي ژبې دزده کړې په مرکزنو کې شاملیږي دانګلسي ژبې د زده کړې ورسته هغوی به دنړیوالو معتبرو برنامو سرتفیکتونو (FIA او ACCA) ته معرفي شي تر څو مسلکي زده کړې تر لاسه کړي.
دپلټنې عالي ادارې ټولیزه موخه داده چې دادارې ټول کار کونکي په ځانګړې توګه دمسلکي برخې کار کونکي له لوړو زده کړو څخه برخمن شي، تر څو خپلې کاري برنامې دپلټنې نړیوال استندردونو او نورمونو سره عیار کړي، او وکولی شي له تیروخپلو کاري تجربو او مهارتونوڅخه په ګټې اخیستنې او دنوي مهارتونو په زده کړو سره یو بشپړ اومثبت بدلون په خپل کاري بهیر کې مینځ ته راوړي او کړنې له تیر څخه لا هم اغیزمنې شي. د FIA په برنامو کې ټولې زده کړییزې برنامې مالي موضوعات لکه ،محاسبه او پلټنه ده چې له کاري رسمیاتو څخه دمخه او ورسته تر دوه او دونیمو تعلیمي کلونو پورې په پام کې نیول شوې ده.
دیادونې وړ ده چې ،دکړنو په سمون کې دوړتیا دلوړوالي ونډه یو څرګنده موضوع ده دپلټنې عالي ادارې دمسلکي او اداري کارکونکو پوهه اودنوي کاري او مسلکي مهارتونو تر لاسه کول د ادارې کار کوونکي معیاری کولوته نژدې کوي .