دپلټنې عالي اداره کې ټولو پلټونکو لپاره دولس ورځینۍ زده کړئیزه برنامه پیل شوه
نن شنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال دلیندۍ دمیاشتې په ۲۳ نیټه د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس ښاغلي محمد نعیم حقمل ، مالي او اداري مرستیال ښاغلی مجیب الرحمن شیرزاد او د ادارې دمشرتابه او پلټونکو پر ګډون دپلټنې عالي ادارې ټولو پلټونکو لپاره دولس ورځینۍ زده کړئیزه برنامه پیل شوه. ددې پرانیستې برنامې موخه دپلټونکو دمسلکي وړتیا لوړوالی ده ترڅو دپلټنې ترسره کولوپه وخت کې مثبتې پایلې ترلاسه شي.
دغونډې په پیل کې د پلټنې عالي ادارې عمومي رئیس وویل: دعامه شتمنۍ سالم مدیریت اود روڼتیا دڅرنګوالي څخه یې ډاډ ترلاسه کول ددې ادارې له مهمو دندو څخه ده، او همدارنګه دپلټنو د ترسره کولو په وخت کې اړونده مراجعو ته د مالي اصلاحي سپارښتنو وړاندې کول، ددې ادارې یوه بله دنده ده. نو لازمه ده ترڅو مالي کارکونکي په لوړه کچه مسلکي وړتیا ولري اوموږ په همدې موخه د ورځنې معیارونو سره سم له کمي بدلون څخه کیفي بدلون ته درسیدلو په موخه دغه برنامه په لاره اچولې ده ترڅو په پایله کې، وکولی شو سربیره له پلټنې، دقانون او مقرراتو دسنتي پلټنې ترڅنګ مشورتي خدمتونه په ادارو کې وړاندې کړو.
ښاغلي حقمل همدارنګه په نورو برخو کې د وړتیا دلوړوالي په اړه، لکه FIA زده کړئیزې برنامې دانګلیسي ژبې دزده کړې کورسونو او داسې نورو زده کړئیزو برنامو په اړه یادونه وکړه او له ګډون والو څخه یې وغوښتل تر څو له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړي، اوپه پایله کې د ادارې دمسلکي کولو په صورت کې دپلټنې دغه درنده دنده په سمه توګه ثمرته ورسوئ.
دغونډې په ادامه کې دادارې مالي او اداري مرستیال ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد وویل: خوشحاله یم چې ورسته د یوکال کاري دورې څخه یوځل بیا ددې چت لاندې دزده کړئیزو اړتیاو دلرې کولو اودتجربو شریکولو په خاطر راټول شوي یو.
ښاغلي شیرزاد زیاته کړه: دغه زده کړئیزه برنامه داړتیا سره سم د دوه اونیو لپاره تنظیم شوې ده، او پدې کې اړتیا وې دسته بندي شوې دي. چې دتصدیانو او قطعیه حساب پلټنه په یوه برخه کې، دعوایدو، ښاروالیو او مرکزي پلټنه په بله برخه کې اود ودانیزو اود کړنو پلټنه په بله برخه کې په پام کې نیول شوې ده. ترڅو موضوعات په اختصاصي توګه تاسو ته وړاندې شي.
مالي او اداري مرستیال دتیر کال لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: د ادارې دقانونتغییر دنړیوالو معیارونو په پام کې نیولو،د ادارې خپلواکي او کاری مصئونیت؛ ترقانوني طی مراحلو لاندې ده. دادارې وظیفوي ارزونه چې پکښې جوړښت او کاري پروسه شامله ده ،اودغه اصلاحات به ادارې لپاره مثبتې پایلې ولري .دپلټونکو دمسلکي کارونو دترسره کولو لپاره کاري پروسیجر چمتو شوي چې تاسو ته به تدریس شي.
نوموړي په پای کې وویل: دزده کړې دارزونې پایلې به ستاسو دکلنۍ ارزونې په پایلو مستقیمه اغیزه ولري نو تمه کیږي چې تاسو په لوړه ژمنتیا سره زده کړې ترلاسه کړئ ترڅو موږ په مراجعو کې دیوې باکیفته پلټنې شاهد اووسو.
دا په داسې حال کې ده چې په دوامداره توګه د وړتیا لوړوالی، دفساد پر وړاندې مبارزه او خپلواکي دانتوسای د معیارونو څخه دې، او دا اداره تل پدې لاره کې هڅې تر سره کوي.