دپلټنې عالي اداري دبهرنیو مرستو دپلټنې ریاست رئیس معرفی شو

sao-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۴ - ۱:۵۶
معرفی رئیس بررسی مساعدت‌های خارجی

ښاغلی محمد نعیم حقمل،  دپلټنې عالي ادارې عمومي رئیس نن دوشنبه  د۱۳۹۸لمریز کال دچنګاښ په۲۴ نیټه دیویې غونډې په تر څ کې چې دپلټنې عالي ادارې مالي او اداري مرستیال  مجیب الرحمن شیرزاد  او ددې ادارې مسلکي مرستیال فضل هادی فضل  ، رئیسانو، آمرینو او د ادارې نورو کارکونکو هم ګډون درلود ،  ښاغلی حبیب الرحمن رحمانی  یې دبهرنیو مرستو دپلټنې ریاست دسرپرست په توګه ددغې ادارې کارکونکو ته وروپیژنده.

برنامه دقرآن عظیم الشان دمبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل  او ورپسې داراب شیرزاد،  دپلټنې عالي ادارې دبشری سرچینو رئیس  ، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جلالتمآب جمهوررئیس‌ حکم دښاغلي  حبیب الرحمن رحمانی دپلټنې عالي ادارې دبهرنیو مرستو دپلټنې ریاست رئیس په توګه   قرائت کړ.

محمد نعیم حقمل، دپلټنې عالي ادارې رئیس په تالار کې راغلو ګډون والوته دهرکلي ویلو تر څنګ ،ښاغلی رحمانی دپلټنې په برخه کې یو تحصیل کرده او با تجربه شخصیت وباله  او ده ته یې په (۲) بست کې دبهرنیو مرستو دپلټنې ریاست رئیس په توګه یې دګمارني مبارکي وویله او څرګنده یې کړه  : زموږ هیله داده چې  وکولی شو په لنډ وخت کې  ټولې هغه موخې چې دپلټنې عالي ادارې  په تګلاره کې په پام کې نیول شوي ، ورنژدې شو ، او هیله مند یم چې د ښاغلي رحماني په راتلو سره  دغو موخو ته په رسیدلو کې اغیزمن اووسي.

نوموړي وویل : کومه مهمه موضوع چې غواړم ورته اشاره وکړم ، هغه دادارې استراتیژیک پلان ده . چې باید دبهرنیو مرستو برخه ځان بسیا ینې ته  ورسیږي  اوددي برخي ځان بسیاینې لپاره یو پلان په پام کې نیول شوی وه  چې پر بنسټ یې باید له بهرنیو کمپنيو سره  قرارداد لاسلیک شوی وی  تر څو له دې طریقه  دکارکونکو وړتیا لوړه شوې وی ؛  خو له بده مرغه دغه قرارداد تر سره نه شو او موږ یوځل بیا ځینې بهرني  سلاکاران دیو کال تر مودې پورې  ګمارو.

معرفی رئیس بررسی مساعدت‌های خارجی

ښاغلی حقمل زیاته کړه په مخکني پلان کې ټاکل شوې وه چې کمپنۍ تر درې کلونو پورې استخدم شی او داسې تنظیم شوې وه چې  په اول کال کې  دنړیوال بانک دکمپینو پلټنه  دکمپنۍ او دادارې کار کونکو له لوری په ګډه توګه تر سره شي  ، په دوهم کال کې ۵۰ سلنه پروژې په خپلواکه توګه ددغې ادارې پلټونکو له خوا  او پاتې نور دسلاکاررانو له لوري تر سره شي او په دریم کال کې دنړیوال بانک ټولې پروژ ې  ددې ادارې دپلټونکو له لوري وپلټل شي ؛ اود کار کیفیت د کمپنی له خوا کنترول شي.

 همدارنګه حقمل وویل: نو له همدې امله ټاکل شوې ده چې  دمخکني پلان سره سم  ۶ تنه سلاکاران دیو کال تر مودې پورې استخدام کړو  تر څو ددوي په همکارۍ سره وکولی شو دنړیوال بانک پروژې تر پلټنو لاندې ونیسو او ورپسې ،کوم وخت چې پاتې ده  ځینې دولتي تصدیګانې دبهرنیو سلاکارنو په همکارۍ پلټل کیږي  . دا یو عالی چانس ده ،  ددې پر ځای چې موږ تر درې کلونو پورې منتظر اووسو تر څو ځان بسیاینی ته ورسیږو موږ باید پدې لاره کې کوښښ وکړو  او پدې برخه کې دښاغلي رحماني  پاملرنه غواړم  چې موږ پدې یو کال کې ځان بسیا ینې ته ورسیږو.

دپلټنې عالي ادارې رئیس روښانه کړه که چیرې دتصدیانو پلټنه پنځوس سلنه  دبهرنیو سلاکارانو او دادارې دپلټونکو له خوا تر سره شی  اود کار کیفیت یی دبهرنیو سلاکارنو له خوا کنترول شي ، موږ په راتلونکې کې کولی شو  لږ مشاورین وګمارو  او دیو کال په موده کې ځان بسیاینې ته ورسیږو  او دنړیوال بانک پروژې په خپله تر پلټنو لاندې ونیسو.

ښاغلي حقمل  دخپلې وینا په پای کې یو ځل بیا  ښاغلي رحماني ته دده دګمارنې په اړه مبارکي وویله او همدارنګه  دبهرنیو مرستو دپلټنې ریاست پخواني ریئس بشیر احمد رشیدی څخه یې  پدې اداره کې دڅو کلونو هڅو څخه ستاینه وکړه.

معرفی رئیس بررسی مساعدت‌های خارجی اداره عالی بررسی

پدې لړ کې حبیب الرحمن رحمانی،  دبهرنیو مرستو دپلټنې ریاست رئیس  دپلټنې عالي ادارې له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې  دادارې غوښتنې به دامکان ترحده پورې  بشپړې کړم. ښاغلي رحماني وویل:  څرنګه چې موږ ټول پوهیږو پلټنه دعامه  او خصوصی مالي سیتم  په مدیریت کې  یو مهم ځای لري. کله چې دفساد له شتون څخه خبرې کیږي ، له پلټونکو څخه تمه او انتظار دخلکو دا وي چې  فساد په نښه کړي او فاسد شخص محکمې ته معرفی کړي ، موږ او تاسو اوس  هغه ځای کې قرارلرو چې  همدا مسولیت زموږ پر غاړه ده.

هغه  وطن ته ژمنه  او په ملت باندې زړه سوی یو مهم امر او دهر انسان دنده وبلله ،او وویل: زه دیو ځوان په توګه ژمنه کوم چې  هغه څه چې دادارې مشرتابه له ما څخه تمه لري  هغه پلي کړم ، او ددې ادارې له ټولو رېسانو او کارکونکو څخه دهمکارۍ غوښتونکی یم  .

حبیب الرحمن رحمانی دادارې او تجارت  په برخه کې دماستري تر کچې دلوړو زده کړو سند لري اوله ۱۰کلونو څخه یې ډیر دپلټنې په بیلا بیلو برخو کې کار کړی ده.  او دافغانستان اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام د  16/4/1398 نیټې(982) شمیرې حکم پر بنسټ دبهرنیو مرستو دپلټنې ریاست دسرپرست په توګه  په دنده وګمارل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د پلټنې د بنسټونو او مهارتونو ښوونیز پروګرام د یوې ناستې په لړ کې، چې پکې د ځانګړې او عملکرد پلټنې عمومي رییس ښاغلي مولوي نورحیدر صدر، د مسلکي. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۱۰
Background image

د عامه سکټور د تصدیق شوي پلټونکي ښوونیز پروګرام ازموینه واخیستل شوه

د پلټنې عالي ادارې د مسلکي وړتیا لوړونې ریاست له لوري د عامه سکټور تصدیق شوي پلټونکي (CPSA) تر عنوان لاندې د جوړ شوي ښوونیز پروګرام، چې د دې ادارې او نورو وزارتونو او امارتي ادارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۹ - ۱۵:۴۴
Background image

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، اقتصاد وزارت کې دپلټنې پايغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې ګمارل شوي پلاوي، د مسودې د پايلو  راپور په اړه چې پکې د دعوت او ارشاد رييس ښاغلي مولوي محمد عيسى راهب، د بنسټيزو پروژو، طبيعي سرچينو، اقتصاد او کرنې د پلټنې برخې رييس. . .

BACK TO NEWS