دپلټنې عالي ادارې دکارکونکو د بایومتریک پروسه پیل شوه

sao-af
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲ - ۹:۵۵
SAO,‌Biometrics

د ۱۳۹۸ لمریزکال د چنګاښ لومړې نيټه دشنبې په ورځ چې  د۲۰۱۹زیږدیز کال دجون له ۲۲ سره سمون لري ، دپلټنې عالي ادارې دکار کونکو دبایومتریک نوم لیکنې بهیر  دملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک  کمیسون داستازو په شتون کې پیل شو.

همایون عبدالرحیم زی دملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک  کمیسون دبشري سرچینو مدیریت غړي دپلټنې عالي ادارې د اطلاعاتو اوعامه اړیکو آمریت ته وویل    :دغه کمیسون دخپل اوږدمهاله پلان سره سم  یو نوي سیستم ته پراختیا ورکړې ده ، چې موخه یې  ددولتي ملکي خدمتونو کارکونکو دهویت  پیژندل او ځانګړی کیدل دي ، پدغه نوي مدل کې  دیو کارکونکي   پورې اړوند ه خلص سوانح،  سوبتیا، معاشونه،  دفعالیتونوتنظیم ، بایومتریک اوداسې نورې ځانګړتیاوې شاملې دي.

دښاغلي عبدالرحیم زی  پر وینا  کله چې دا پروسه بشپړ شي موږ ته به په  پلازمېنه او ولایتونو کې دملکي خدمتونو دکارکونکو دقیقه شمیره معلومه شي،‏. ډیرې هغه ادارې چې تشکیلاتي جوړښت یې ډیر وي  دکارکونکو دقیقه شمیره یې نده معلومه او ډیرې داسې ادارې شته چې دکارکونکي په نوم معاشونه اخلي ؛  په مشخصه توګه معلومه نده او یا یو نفر دم ګړۍ څو ځای کار کوي او له څو مراجعو څخه معاش اخلي  .  بناء  دا اداره غواړي چې دخپلو کارکونکو دقیق اعمار ولري او خیالي کار کونکي په نښه کړي نو ځکه یې دغه برنامه په لاره اچولې ده.

ورځنیو معلوماتو ته  دکارکونکو لاسری اودافرادو بایومتریک کیدل دبشري سرچینو لپاره په ګمارنه  ، پلان جوړولو اوتصمیم نیولوکې یوه اړتیا ده.  اودغه موضوع ددغې برنامې له موخو څخه ده ، اودغه بهیر په نورو ۱۴دولتي بنسټونو کې هم عملي شوی او ټاکل شوې ده چې ددوه ورځو په موده کې دپلټنې عالي ادارې ۵۰۰کارکونکي هم په دې بهیر کې شامل شي.

 دملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک  کمیسون  په پام کې لري چې د۱۳۹۸کال تر پای پورې  دهیواد دټولو ملکي خدمتونو کارکونکو مشخصات ثبت او بایومتریک کړي.

 دملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو خپلواک  کمیسون  استازی وایی  چې دافغانستان دملکي خدمتونو کارکونکو داطلاعاتو سیستم  داسې طراحي شوی چې  دهویتي پیژندنې تر څنګه ،په دولتي ادارو کې  دګمارنې نیټه ، ایمل ادرس ، داړیکو شمیره ، دتحصیل درجه ،تحصیلي رشته ، ددندې په اړه معلومات ، په اداره کې دګمارنې نيټه ، ددندې موقیعت ،.او د معاش نوعیت پکښې معلومیږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۹ - ۱۲:۲۳
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته جوړ شوی درې ورځینی سيمینار پای ته ورسید

د پلټنې عالي ادارې له لورې ددې ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د دوی د وړتیا لوړونې په موخه درې ورځینی سیمینار، چې ددې ادارې د رییس ښاغلي الحاج مولوي محمد محسن هاشمي، مرستیالانو، سلاکارانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱/۷ - ۲۱:۰
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته درې ورځینی اصلاحي سيمینار جوړ شو

د پلټنې عالي ادارې د رهبرۍ پلاوي د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان المبارک د ۳ نېټې او ۲۶ شمېرې مصوبې د پریکړې پر بنسټ د پلټنې عالي ادارې پلټونکو او کارکونکو ته د وړتیا لوړونې په پار درې ورځینی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۴:۲۸
Background image

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، د کابل ښاروالۍ په پنځلسمه ناحیه کې د پلټنې پایغونډه جوړه کړه

د پلټنې عالي ادارې پلاوي، چې د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي مولوي محمدعیسی راهب، د ښاروالیو د پلټنې امر ښاغلي محمدحلیم شکران، د پلټنې دلې امر او غړو ګډون درلود، د ۱۴۴۵ هـ ق کال د رمضان. . .

BACK TO NEWS